د سپین بولدک له لاري د اجباري راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدني او لنډمهاله کمپ جوړولو په موخه ناسته وسوه 

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۹ - ۱۴:۵۴
news image

د سې شنبې په ورځ د کندهار سرپرست والي محترم حاجي ملاصاحب د اجباري راستنېدونکو مهاجرینو ستونزو ته د رسېدني او لنډمهاله کمپونو جوړولو له کمېسیون سره ولایت مقام کي وکتل، چي پرمهال یې د کندهار د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو، د کرني اوبو لګولو او مالدارۍ، د کلیو د بیارغوني او پراختیا، سرې میاشتي او د پيښو په وړاندي د مبارزې ریاست رئیسانو او استازو هم شتون درلود.
د کمېسیون مشر او د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد وویل؛ دوی د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ ته د سفر په لړ کي د صفري نقطې څخه لیدنه وکړه، په یاده ولسوالي کي یې له ولسوال، امنیه قومندان او کمېسار سره ګډ مجلس وکړ، چي په یاد مجلس کي د کډوالو پر تخمیني شمېري ترڅنګ د کډوالو پر اړتیاوو؛ لکه: سایوان، اوبه، تشنابونو، روغتیا، خوړو، ترانسپورټ او د کمپ ځای معلومولو اړوند هر اړخیزه بحث او خبري وسوې. د نوموړي په خبره؛ کمېسیون د کمپ لپاره په دغه ولسوالي کي بېلابیلي سیمي وکتلې، چي په پایله کي د وت غره ته نژدې د سړک پر غاړه غرب اړخ ته شاوخوا شپږ سوه جریبه مځکه وټاکل سوه، چي ولایتي کمېټه باید ددې کمپ پر جوړولو او دغه راز د هرډول اسانتیاوو او خدماتو چمتو کولو په موخه عملاً ورباندي کار پيل کړي.
د کندهار سرپرست والي محترم حاجي ملاصاحب له دوی ټولو څخه ځانګړې مننه وکړه او د بشپړي همکارۍ ډاډ یې وړاندي کړ او ویې ویل؛ د مرستیال والي په مشرۍ ولایتي کمېټه به ستاسي سره په همږغۍ ټولي چاري مخته وړي او غوښتنه یې وکړه، ترڅو لنډمهاله کمپ د ډېرو کډوالو کورنیو لپاره جوړ کړي او هم ورته د ژوند کولو ټولي اړتیاوي ورپوره کړي.

تصویر خبر

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .