د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۰۹۱ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۹:۳۲
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او ASIO مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه لیک پر بنسټ او د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست هغو ۱۰۹۱ کورنیو ته چې په دره‌صوف پایین ولسوالۍ کې د وچکالۍ له امله زیانمنې شوې وې، له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ کې، د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۲,۹۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې د یاد شمېر کورنیو لپاره په ټولیز ډول درې میلیونه او یو لک او درې شپېته زره او نه سوه (۳,۱۶۳,۹۰۰) افغانۍ ځانګړې شوې وې.

نېټه:۱۴۴۷/۱۲/۰۸ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۴
Background image

د پنجشېر ولایت په رُخه ولسوالۍ کې د استنادي دیوال جوړولو د پروژې کار پرانیستل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د کلیو د بیارغونې او پراختیا مؤسسې (ORDR) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه‌لیک له مخې، د DAHW مؤسسې په مالي تمویل د پنجشېر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۴۳
Background image

د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د صوفي‌قُله د خوړ د کیندنې چارې پیل کړې

د جوزجان ولایت د مقام د لارښوونې او د ټاکل شوي تخنیکي پلاوي د سروې له ترسره کېدو وروسته، د صوفي‌قُله خوړ د کیندنې عملي چارې پیل شوې.

د تخنیکي سروې له مخې، د کیندنې لپاره د ټاکل شوې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۱۳
Background image

د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳,۳۲۲ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ماهو موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت د سانچارک او. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .