د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د صوفي‌قُله د خوړ د کیندنې چارې پیل کړې

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۴۳
تصویر

د جوزجان ولایت د مقام د لارښوونې او د ټاکل شوي تخنیکي پلاوي د سروې له ترسره کېدو وروسته، د صوفي‌قُله خوړ د کیندنې عملي چارې پیل شوې.

د تخنیکي سروې له مخې، د کیندنې لپاره د ټاکل شوې لارې اوږدوالی ۱۱۰۰ متره، پلنوالی ۳ متره او ژوروالی یې له ۱ تر ۲ مترو پورې ټاکل شوی دی. دغه پروژه د سېلابونو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو د کمولو، د اوبو د بهیر د ښه مدیریت او د کرنیزو ځمکو، استوګنیزو کورونو او عامه تاسیساتو د زیانونو د مخنیوي په موخه پلې کېږي.

همدارنګه، د دې پروژې په چوکاټ کې د یوې پایې کېسینګ نصبول هم په پام کې نیول شوی، څو د حق‌آبې تأمین او د څلورو کلیو د کرنیزو اوبو تېرېدنه یقیني شي. دا به د دې لامل شي چې اوبه له کومې ستونزې پرته د خوړ له لارې لاندې تېرې شي او د سیمې د اوسېدونکو د اوبو حقوق خوندي پاتې شي. سربېره پر دې، د کېسینګ د دواړو غاړو سنګ کاري هم د پروژې برخه ده، څو لا زیات ټینګښت رامنځته او د اوبو د جریان له امله د احتمالي تخریب مخه ونیول شي.

ویل کېږي چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به ۲۴ کلي په مستقیم ډول ګټه ترې واخلي او شاوخوا ۲۰۰۰ کورنۍ به د هغې له ګټو برخمنې شي. د دې پروژې بشپړېدل به د سېلابونو د خطرونو په کمولو، د کرنیزو ځمکو په ساتنه، د سیمې د اوسېدونکو د خوندیتوب په تأمین او د اوبو لګولو د وضعیت په ښه والي کې مهم رول ولوبوي.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۲۹ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍاداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۰:۵۸
Background image

د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۹۲ سېلاب ځپلو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)، UNICEF، د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې موسسې او د PUIMI موسسې په همکارۍ، د یاد ولایت د برګمتال ولسوالۍ په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۳۹
Background image

د کابل ولایت په کلکان ولسوالۍ کې درې فیره ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول خنثی شول

د کابل ولایت د ولسوالیو له استازو سره د پېښو د مدیریت، وقایوي پروژو او په چاودېدونکو توکو د ککړو سیمو د ارزونې په اړه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د محترم مقام د غونډې د پرېکړې پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۱۳
Background image

د زابل ولایت په مرکز قلات کې د توپ یوه ناچاوده مرمۍ کشف او خنثی شوه

د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ د هلو ټرسټ ماین پاکۍ مؤسسې (THT) د چټک غبرګون (QR04)نمبر ټیم، د زابل ولایت د مرکز قلات په ظریف مانده کلي کې د سروې او څېړنې پر. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .