د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲,۷۷۵ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې 

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۹:۵۸
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ  ملي ادارې او د ماهو مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام WFP دی د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په الفتح، کوهستانونو او ګوسفندي ولسوالیو کې ۲۷۷۵ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي توکو مرستې ووېشلې. 

په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، یوه بورۍ ۵۰ کیلویي اوړه، ۵ لیټره غوړي، ۶.۵ کیلو دال نخود او نیم کیلو مالګه ووېشل شول. 

په پای کې، د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو له اړوندو مسؤلینو څخه مننه وکړه او په راتلونکي کې یې د ورته مرستو د دوام غوښتنه وکړه. 

نېټه: ۱۴۴۷/۹/۱۵ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۸
Background image

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کوچیانو ۹۵ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د وسف موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په ملاتړ، اندخوی په څلورګونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۲:۴۸
Background image

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۳ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې 

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د وروستیو سېلابونو له امله ۷۳ زيانمنو کورنيو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې له سروې وروسته هرې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۲:۳۱
Background image

د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آماد ګۍ ریاست د وروستۍ جګړې له امله ۶۰۰ بېځایه شوې کورنۍ خوندي ځای ته انتقال او ورته یې پاخه شوي خواړه ووېشل 

د کنړ ولات د محترم مقام د لارښوونې پر بنسټ، د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په دې ولایت کې د ورستیو جګړو له امله ۶۰۰ داخلي بېځایه شوې کورنۍ، چې د سختو اورښتونو او سېلابونو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .