د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲,۷۷۵ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ماهو مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام WFP دی د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په الفتح، کوهستانونو او ګوسفندي ولسوالیو کې ۲۷۷۵ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، یوه بورۍ ۵۰ کیلویي اوړه، ۵ لیټره غوړي، ۶.۵ کیلو دال نخود او نیم کیلو مالګه ووېشل شول.
په پای کې، د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو له اړوندو مسؤلینو څخه مننه وکړه او په راتلونکي کې یې د ورته مرستو د دوام غوښتنه وکړه.
نېټه: ۱۴۴۷/۹/۱۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
