د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۵ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت اړوند ۲۵ کورنیو ته، چې د طبیعي او غیرطبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې وې، له ارزونې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ۲ بورۍ غنم او ۲۰ کیلو بوره ووېشل شوه.
نېټه: ۱۱۴۴۷/۱۰/۲۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
