د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۲۳۲ زیانمنو شویو کورنیو ته د خوراکي توکو مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ماهو موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ او د WFP دفتر په همغږۍ د دې ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې ۱۲۳۲ زیانمنو شویو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۱ بورۍ ۵۰ کیلویي اوړه، ۵ لیټره غوړي، ۶.۶ کیلو دال او نیم کیلو مالګه ووېشل شوه.
نېټه: ۱۴۴۷/۴/۱۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
