د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په مرکز قلات کې د سېلابي لارو د پاکولو کار پیل کړ

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۹:۱۷
222

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت د مرکز قلات په صاحب خان کلي کې د سېلابي لارو د پاکولو کار پیل کړ.
  
په دې پروژه کې به د ۳۲۰ متره په اوږدوالي او ۵ متره پلنوالي سېلابي لارې له خټو او شګو څخه پاکې شي، چې موخه یې د سېلابونو له خطرونو څخه د هستوګنیزو کورونو، کرنیزو ځمکو او د عامه ګټو تاسیساتو لپاره د خوندیتوب رامنځته کول دي.

د دې پروژې په عملي کېدو سره به د یادې سیمې ۶۰ کورونه، ۱ جومات او همدارنګه سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې او  باغونه د سېلابونو له ګواښ څخه خوندي شي.

د سیمې اوسېدونکو د هغوی د ځان او مال د خوندیتوب لپاره د سېلابي لارو پاکول یو مهم ګام وباله او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه مننه او قدرداني وکړه.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۰۴ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۲:۵۰
Background image

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۹۷ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

 له پېښو د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ASIO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې پروژه یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له لوري تمویل کېږي، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۱:۴۲
Background image

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۱۹ داخلي بېځایه شوو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

‎‎د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د AWCPO مؤسسې په همکارۍ، چې د پروژې تمويل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، ۷۱۹ کورنیو ته چې د دې ولایت له ډنډ پټان او احمد خېل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۴:۵
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۶۳ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

 له پېښو د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ARCIO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې پروژه یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له لوري تمویل کېږي، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .