د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۹۷ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
له پېښو د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ASIO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې پروژه یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له لوري تمویل کېږي، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت په شمرق سیمه کې ۸۹۷ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د استازي په شتون کې ترسره شوه، په درېیم قسط کې هرې کورنۍ ته ۲,۹۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې د نغدو مرستو ټولیزه اندازه دوه میلیونه او شپږ لکه او یو زر او درې سوه (۲,۶۰۱,۱۰۰) افغاني کېږي.
نېټه : ۱۴۴۷/۱۲/۰۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
