د دعوت او ارشاد ریاست
د دعوت او ارشاد ریاست، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له مهمو او اساسي برخو څخه ده، چې د کارکوونکو د ديني پوهاوي د کچې لوړولو په موخه فعالیت کوي. دا ریاست، د دندو په ترسره کولو کې د دیني ژمنتیا ارزښت ته په پام سره هڅه کوي چې د قرآن کریم او د نبوي ص سنتو پر بنسټ، د دیني زده کړو د پروګرامونو د ترسره کولو له لارې د ادارې د کارکوونکو ترمنځ د اخلاص، خدمت، عدالتمحورۍ او مسؤلیتپالنې روحیه پیاوړې کړي، تر څو هغوی وکولای شي خپلې ملي دندې د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ ترسره کړي.
ددغه ریاست پروګرامونه د سالم کاري چاپېریال په رامنځته کولو او د همکارانو ترمنځ د اسلامي او ورورولۍ اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې مهم رول لري.
اساسي فعالیتونه:
- د دعوت او ارشاد وزارت له خوا ټاکل شوی دیني نصاب تدریسول
- د اړتیا پر مهال د ذهنی پوښتنو او د ستونزو د حل لپاره د دیني معلوماتو وړاندې کول
- د ریاست اداري چارې مدیریت کول
- د دیني سیمینارونو او روزنیزو پروګرامونو ترسره کول او څارنه
- په وزارت کې د معروفاتو امر کول او له منکراتو منع کول
- په وزارت کې د تدریسي نصاب څارنه
- د لمانځه د وختونو تنظیمول او د جومات لپاره اسانتیاوې برابرول
سرچینې:
د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د وزارت قانون
د ۱۴۰۴کال لومړۍ ربعې تدریسي نصاب
نوی مکمل نصاب
نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها
رسنیز بلنلیک
په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .
اړینه- خبرتیا
لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .