د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۸۱ کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، په یاد ولایت کې د طبیعي پېښو له امله ۵۸۱ زیانمنو شویو او اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۵۰ کیلو غنم، ٢ تختې کمپلې او ١٠ کلچې صابون ووېشل شو.
د یاد ونې وړ ده، چې د مرستو تر لاسه کوونکو کورنیو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له مسؤلینو څخه د قدرداني کولو تر څنګ د هغوی د هڅو او بشردوستانه خدمتونو ستاینه وکړه او په راتلونکي کې د دې ډول نورو مرستو غوښتونکي شول.
نېټه: ۱۴۴۷/۳/٢٧ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
