د خوست ولایت له پېښوسره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۵۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د خوست ولایت له پېښوسره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت د بېلا بېلو سیمو اړوند ۸۵۰ کورنیو ته چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې وې، له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ۵۰ کیلو اوړه، ۴ کیلو بوره، نیم کیلو تورچای، ۳ تختې کمپلې او ۷ کلچې صابون ووېشل شول.
نېټه:۱۴۴۷/۷/۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
