د خوست ولایت سيلاب ځپلو د سروې لپاره ګډ ټیمونه جوړ شول
خوست- د غبرګولي ۸مه-۱۴۰۲
د خوست ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست په مشرۍ، په یاد ولایت کې د تېرې ورځې سیلاب ځپلو د سروې لپاره د UNICEF، WFP، IRC او IOM موسسو او د اقتصاد ولایتي ریاست استازو په ګډون غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې لومړۍ د خوست ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست لخوا د غونډې ګډونوالو ته د سیلاب له امله رامنځته شویو زیانونو راپور وړاندې شو او د موسسو د استازو په ګډون د زیانونو د کچې معلومولو لپاره د سروې ټیمونه جوړ شول.
په پاۍ کې پرېکړه شوه چې د سروې ټیمونه به سر له سبا خپل کار پیل کړي