له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس د وارچایلډ کاناډا مؤسسې د پروګرامونو له مسؤل سره وکتل

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۶:۷
تصویر

نن یکشنبه سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د وارچایلډ کاناډا مؤسسې د پروګرامونو له مسؤل، محمد حامد، سره وکتل او د موجودې تفاهم نامې د مادو د تعقیب، د روانو پروژو د پرمختګ او د دواړو لورو ترمنځ د همکاریو د پراختیا په اړه یې خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.

په دې غونډه کې محترم ترابي صاحب د پروژو پر وخت او اغېزمن پلي کېدو، د پروګرامونو په پلي کولو کې د شفافیت پر رعایت او د اداري لګښتونو پر لا کمولو ټینګار وکړ. نوموړي وغوښتل، چې د ځانګړو شویو مرستو او سرچینو ډېره برخه دې په مستقیم ډول د پروژو د عملي کولو او له پېښو څخه زیانمنو شویو خلکو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې ولګول شي.

همدارنګه، د وارچایلډ کاناډا مؤسسې د پروګرامونو مسؤل، محمد حامد، د تفاهم‌نامې د مادو د پلي کېدو څرنګوالي، د روانو پروژو د پرمختګ او د مؤسسې د راتلونکو پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ډاډ یې ورکړ، چې ټول فعالیتونه د تفاهم‌نامې له مادو سره سم، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې په همغږۍ او د ټاکل شویو لومړیتوبونو پر بنسټ روان دي او په نږدې راتلونکي کې به بشپړ شي.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .