د خدمتونو د وړاندې کولو بهیر

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۱۵:۲۲

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د خدمتونو وړاندې کولو بهیر
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره, د پېښو د مدیریت، د بشري مرستو د همغږۍ او د افغانستان د ماین پاکۍ پروګرام د انسجام او همغږۍ په برخه کې د یوې مسؤلې ادارې په توګه فعالیت کوي. دغه اداره د پېښو پر وړاندې د چمتووالي، د پېښو د خطرونو کمولو، په بیړنیو حالاتو کې پېښو ته د ځواب وینې، له پخوا په ښه توګه د بیا رغونې او د ماینونو او ناچاودو توکو څخه د سیمو د پاکولو په برخو کې فعالیت کوي.

د وقایوي پروژو پلي کېدل کوم پړاوونه ترسره کوي؟
هغه خلک چې د هغوی د ژوند یا د کار سیمې د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي، د وقایوي پروژو د پلي کېدو او د خطر د کمولو لپاره باید لاندې پړاوونه تعقیب کړي:

  1. له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې مقام ته په مرکز کې/د ولسوالۍ یا په ولایتونو کې د ولایت د والي مقام ته د پېښو له خطر سره مخ د خلکو لخوا یا د هغوی د سیمه‌ییز مسؤل له لارې د غوښتنلیک وړاندې کول؛
  2. غوښتنې ته د رسېدنې په موخه د اړوند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ته په مرکز کې د ادارې د محترم مقام/ په ولایت کې د والي لخوا حکم ورکول؛
  3. په مرکز کې د ادارې د مقام/د ولایت مقام د حکم له صادرېدو وروسته، د پروژې د پلي کېدو لپاره د تخنیکي پلاوي لخوا د تثبیت شویو سیمو سروې او ارزونه کول؛
  4. د (سروې، ډیزاین او لګښت د ارزونې) وروسته، وقایوي پروژه په تثبیت شویو سیمو کې پلي کېږي.....
     
 د لا زیاتو معلوماتو لپاره دا لینک کېکاږئ

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۳:۵۵
Background image

د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې 

د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت په چهار برجک ولسوالۍ کې ۲۰۰ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې. 

په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۳:۱۷
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه وکړه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د خپل سفر په ترڅ کې د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه وکړه او د یاد ریاست له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۱۲
Background image

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۵۰۰ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ورلډوېژن مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .