د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۱۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې له مخې، د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په درزاب او قوش تپه ولسوالیو کې ۲۱۰ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د دې ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د محترم رئیس او اړوندو مسؤلینو په شتون کې، یوه بورۍ ۵۰ کیلویي غنم ووېشل شول.
د یادونې وړ ده، چې د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د مرستو د ترلاسه کولو له امله له اړوندو مسؤلینو څخه مننه او د ورته مرستو د دوام غوښتنه وکړه.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۹/۰۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
