د جلال آباد ښار په الفلاح خصوصي پوهنتون کې د یوې ورځ لپاره " د اور لګېدنې مانور او پوهاوي ورکولو سیمینار" ترسره شو

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۳ - ۹:۴۲
تصویر خبر

ننګرهار- د کب ۲مه-۱۴۰۱
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ورکولو د پروګرامونو په ترڅ کې " د اورلګېدنې مانور" د الفلاح په خصوصي پوهنتون کې ترسره کړ.
دغه پروګرام د وقایوي تدابیرو او د اور لګېدنې له امله احتمالي خطرونو پر وړاندې د چمتووالي په موخه د دغه پوهنتون د انجنیري، اقتصاد، حقوق، شرعیات او ژورنالیزم پوهنځیو د محصلینو لپاره ترسره شو.
د یادونې وړ ده چې دغه –د اورلګېدنې مانور او پروګرام- په هېواد کې یوه اړتیا ده چې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ژمن دی چې د پوهاوي ورکولو دغه پروګرامونه به د هېواد په مرکز او ولایتونو کې هم په دولتي او خصوصي ارګانونو کې ترسره کړي.

تصویر خبر

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۲:۴۵
Background image

په پنجشیر ولایت کې د ګبیوني دیوال جوړولو او د حیاتي سرچینو د ساتنې لپاره د سیند اوبو د لارې د بدلون کار پیل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې د یو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۱:۳۳
Background image

د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې له ناچاوده توکو څخه د غضنفر ګروپ د سولري برېښنا د تولید د سیمې د پاکولو چارې دوام لري

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د DAFA  ماین پاکۍ مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې او د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او همدارنګه د یادې مؤسسې د همغږۍ له. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۱:۳۰
Background image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۰ مستحقو کورنیو ته نغدي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د PU-MAI مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې او د کډوالو نړیوال سازمان IOM. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .