د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې له ناچاوده توکو څخه د غضنفر ګروپ د سولري برېښنا د تولید د سیمې د پاکولو چارې دوام لري

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۱:۳۳
123

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د DAFA  ماین پاکۍ مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې او د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او همدارنګه د یادې مؤسسې د همغږۍ له مخې، د دې ولایت د دهدادي ولسوالۍ په کاریز کلان کلي کې د غضنفر ګروپ د سولري برېښنا د تولید د ۸۱۰،۳۰۰ سیمې د پاکولو چارې دوام لري. 

د دې عملیاتو په لړ کې، تر دې مهال پورې له ناچاوده توکو څخه ۵۸۵،۰۰۰ متره مربع سیمه پاکه شوې ده، چې پاتې سیمه به یې هم په نیږدې راتلونکي کې له یادو توکو څخه پاکه شي. 

د یادونې وړ ده، چې د یادې مؤسسې د ماین پاکۍ ټیمونو په دې سیمه کې ۸ عدده بېلابېل چاودېدونکي توکي کشف او په خوندي توګه له منځه وړي دي. 

نېټه: ۱۴۴۷/۷/۲۸ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .