د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵,۵۱۳,۶۷۸ افغانۍ نغدي پیسې او غیرخوراکي توکي ۲۵۷ کورنیو ته ووېشلی

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د OHW موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، یادې موسسې د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست سره په همغږۍ، ۲۵۷ کورنیو ته (د ژمنیو مرستو لپاره د پېښو له امله د زیانمنو کورنیو ملاتړ) تر نامه لاندې نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۲۱,۴۵۴ افغانۍ او ۶ تختې کمپلې ووېشل شوې چې ټولټال ۵,۵۱۳,۶۷۸ (۵ میلیونه، ۵۱۳ زره او ۶۷۸) افغانۍ نغدي پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانکړې شوې وې.
نېټه:۱۴۴۶/۸/۴
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره