د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۰۰ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د میشن ایسټ مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هکړه لیک له مخې، د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادکۍ ریاست د دې ولایت په چال، اشکمش او فرخار ولسوالیو کې د طبیعي پېښو له امله ۲۰۰ زیانمنو شویو کورنیو ته له سروې وروسته د لومړي پړاو نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۲۳،۳۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره څلور میلیونه او شپږ سوه او شپیته زره (۴،۶۶۰،۰۰۰) افغانۍ ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۷/۴/۱۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره