د تخار ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ۱۵۶ زیانمنو کورنیو ته د کورونو د ترمیم لپاره نغدي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اسلامیک ریلیف موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د تخار ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، په تالقان ښار او فرخار ولسوالۍ کې د طبیعي پېښو له امله ۱۵۶ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، ۷۸ کورنیو هرې یوې ته ۱۸۴۹۰ افغانۍ او ۷۸ نورو کورنیو هرې یوې ته ۱۱۵۱۰ افغانۍ د کورونو د ترمیم لپاره ووېشل شوې.
د تخار ولایت له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، ملا احمد سیر ساجد، د مرستو د وېش پر مهال ټینګار وکړ چې د افغانستان اسلامي امارت به تل د زیانمنو خلکو تر څنګ ولاړ وي او د لا زیاتو مرستو راجلبولو لپاره هڅې کوي.
نېټه:۱۴۴۶/۵/۲۲
له پېښو سره مبارزې آمادګۍ ملي اداره