د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په شولګره ولسوالۍ کې ۷۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته چمتو شوې ډوډوۍ ووېشله
د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، په شولګره ولسوالۍ کې ۷۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته چمتو شوې ګرمه ډوډۍ ووېشله.
د یادونې وړ ده چې د تېرې جمعې شپې د سېلابونو له امله زموږ هېوادوال زیانمن شوي وو، چې د سېلابونو له رامنځته کېدو څخه تر دا مهال له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همکارو موسسو او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ولایتي کمېسیون په سیمه کې د سروې او زیانمنو ته د رسېدنې لړۍ پیل کړې او تر اوسه د یاد ریاست له لوري د زیانمنو لپاره د څو وخته ډوډۍ چمتو او وېشل شوې ده.
نېټه: ۱۴۴۶/۵/۲۲
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره