د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په شولګره ولسوالۍ کې د خوړ د پاکولو کار پیل کړ
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي دلارښوونې پر بنسټ، د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د شولګره ولسوالۍ په قلند ازبکیه کلي کې د خوړ د پاکولو کار پیل کړ.
د خوړ د پاکولو موخه د سېلاب له خطرونو څخه د هستوګنیزو کورونو، کرنیزو ځمکو او نورو عام المنفعه تاسیساتو خوندي کول دي.
د سیمې اوسېدونکو دا پروژه یوه اساسي اړتیا وبلله او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه یې مننه او قدرداني وکړه.
نېټه:۱۴۴۷/۹/۱۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
