د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست۶۸۱ مستحقو کورنیو ته خوراکي  مرستې ووېشلې 

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۴:۲۲
123

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د (ASIO) او د (JCSSO) مؤسسو ترمنځ د لاسلیک شويو هوکړه لیکونو له مخې، چې د (ASIO) مؤسسې د پروژې تمویل کوونکی د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادو مؤسسو په ملاتړ، د دې ولایت په ده صلاح او نهرین ولسوالیو کې ۶۸۱ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي  مرستې ووېشلې. 

په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، د ده صلاح ولسوالۍ ۴۰۰ کورنیو هرې یوې ته دوه بورۍ ۲۵ کیلويي اوړه، ۵ لیتره غوړې،  ۶.۲۵ کیلو دال، نیم کیلو مالګه او یو نیم کیلو پلمپي او همدارنګه د نهرین ولسوالۍ ۲۸۱ کورنیو هرې یوې ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۸ لیټره غوړي، ۸ کیلو دال او یوه کیلو مالګه ووېشل شوه. 

نېټه: ۱۴۴۷/۸/۲۱ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
 

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۶:۸
Background image

د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې یو بمب کشف او خنثی شو 

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هیلوترسټ ماین پاکۍ مؤسسې د (EOD-01) ټیم په همکارۍ، د دې ولایت په دامان ولسوالۍ کې یو ناچاوده بمب کشف او په خوندي توګه خنثی کړ. 

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۴:۴۰
Background image

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۹ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د WFP او IOM په ملاتړ، د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله ۴۹ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

په دې بهیر کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۲:۳۹
Background image

د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۰۰۰ بېځایه شویو کورنیو ته غیر خوراکي مرستې ووېشلې 

د کنړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د OCHR مؤسسې په ملاتړ، د یاد ولایت په ناړې ولسوالۍ کې د ورستیو جګړو له امله ۱۰۰۰ بېځایه شویو کورنیو ته روغتیایي بستې ووېشلې. 

په دې لړۍ کې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .