د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۱۵ اړمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هستوګنې لپاره د آقاخان موسسې په مالي ملاتړ، ۳۱۵ زیانمنو او مستحقو کورنیو ته په یمګان ولسوالۍ کې ژمنۍ مرستې ووېشلې.
دا مرستې د یمګان ولسوالۍ او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د استازو په شتون کې په اووه زیانمنونکو کليو کې ووېشل شوې، چې په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته ۸،۷۹۰ افغانۍ او په مجموع کې ۲,۷۶۸,۸۵۰ (۲ میلیونه، ۷۶۸ زره او ۸۵۰) افغانۍ نغدي پیسې ۳۱۵ کورنیو ته ووېشل شوې.
نېټه:۱۴۴۶/۷/۱۳
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره