د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رياست ۹۴۳ زیانمنو شویو او راستنېدونکو کورنيو ته ۴,۹۷۹,۰۴۰ افغانۍ ووېشلې

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۷:۳۸
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د افغان پراختیايي خیریه موسسې (APWDO) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د ارګو ولسوالۍ اړوند ۹۴۳ زیانمنو شویو، راستنېدونکو او بېوزلو کورنیو ته نغدي او د غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته د لومړي پړاو ۵۲۸۰ افغانۍ نغدي پیسې او پنځه کمپلې، چې (یوه دوه نفري او څلور نورې یو نفري) کمپلې وې ووېشل شوې. چې په ټوله کې د یاد شمېر کورنیو لپاره ۴,۹۷۹,۰۴۰ افغانۍ نغدي پیسې او ۴۷۱۵ کمپلې ځانګړې شوې وې.

نېټه: ١٤٤٦/١٠/٢٣ ه. ق  
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۲:۲۸
Background image

د بغلان ولایت له پيښو سره د مبارزې آمادګی ریاست ۶۵۰ مستحقو کورنیو ته د خوراکي توکو مرستې ووېشلې

له پيښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او (ASIO) مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخی، چې د پروژې تمویل کونکی يې د خوړو نړیوال پروګرامWFP  دی د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۱۶
Background image

د پېښو چارو د انسجام معین په کاپیسا کې د هغو ۱۲ ډبرو د ویجاړولو له بهیر څخه چې د ښویېدو امکان یې شتون درلود څارنه وکړه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د پېښو چارو د انسجام معین، محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث)، د خطر د مخنیوي او کمولو له رئیس, محترم الحاج مولوي اختر محمد خادم او یو تخنیکي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۷
Background image

د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۲۵ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په مرکز او اندر، ده یک، رشیدان، واغظ او قرباغ ولسوالیو کې ۲۲۵ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیر خوراکي مرستې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .