د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رياست ۹۴۳ زیانمنو شویو او راستنېدونکو کورنيو ته ۴,۹۷۹,۰۴۰ افغانۍ ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د افغان پراختیايي خیریه موسسې (APWDO) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ، د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د ارګو ولسوالۍ اړوند ۹۴۳ زیانمنو شویو، راستنېدونکو او بېوزلو کورنیو ته نغدي او د غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته د لومړي پړاو ۵۲۸۰ افغانۍ نغدي پیسې او پنځه کمپلې، چې (یوه دوه نفري او څلور نورې یو نفري) کمپلې وې ووېشل شوې. چې په ټوله کې د یاد شمېر کورنیو لپاره ۴,۹۷۹,۰۴۰ افغانۍ نغدي پیسې او ۴۷۱۵ کمپلې ځانګړې شوې وې.
نېټه: ١٤٤٦/١٠/٢٣ ه. ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره