د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۱۲ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې کمېټې په مالي ملاتړ، د دی ولایت په مرکز کې ۸۱۲ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۵,۶۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال څلور میلیونه پنځه سوه اووه څلوېښت زره او دوه سوه (۴,۵۴۷,۲۰۰) افغانۍ نغدي پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه:۱۴۴۷/۰۲/۱۲ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره