د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۱۰۰ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د CWSA موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، په یکاولنګ ولسوالۍ کې ۱۱۰۰ اړمنو او زیانمنونکو کورنیو ته له کره سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، د پنځم پړاو ۲,۸۷۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال ۳,۱۵۷,۰۰۰ (۳ میلیونه او ۱۵۷ زره) افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوي وې.
نېټه:۱۴۴۶/۱۰/۱۵
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره