د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۱۰۰ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او په آسیا کې د ټولنیزو خدمتونو نړیوالې موسسې (CWSA) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ د یکاولنګ ولسوالۍ اړوند ۱۱۰۰ زیانمنو او اړمنو کورنیو ته وروسته له سروې نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسولینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته ۲۹۲۰ افغانۍ وویشل شوې چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره ۳,۲۱۲,٠٠٠ ( ٣ میلیونه او ٣١٢ زره ) افغانۍ ځانګړې شوې.
د یادونې وړ ده، چې یاده موسسه په راتلونکو دوو میاشتو کې له دې کورنیو سره نورې مرستې هم په پلان کې لري.
نېټه: ١٤٤٦/٨/۱۸
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره