د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٩٠مستحقو کورنیو ته د غیرخوراکي توکو مرستې ووېشلې
د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ORCDG موسسې په مالي ملاتړ، ٩٠ مستحقو او اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته د یاد ولایت په مرکز کې د غیرخوراکي توکو مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته، ٢ تختې کمپلې او یوه بسته ژمنۍ البسه د یاد ریاست رییس او د اقتصاد ریاست د مسؤلینو په شتون کې ووېشل شوې.
نېټه: ١٤٤٦/٦/٢٨
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره