د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۹۲ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته نغدې او خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د افغانستان د ښځو لپاره د ټولنیزو خدمتونو (WASSA) موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په مرکز قلعه نو کې د وچکالۍ له امله زیانمنو او مستحقو ۲۹۲ کورنیو ته نغدې او خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې له سروې وروسته هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۲,۹۰۰ افغانۍ، ۳۰ عدده قهوی او درې کیلو د حلوا اوړه ووېشل شول، چې ټولټال اته سوه شپږ څلوېښت زره او اته سوه (۸۴۶,۸۰۰) افغانۍ نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه:۱۴۴۷/۷/۰۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
