د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د وچکالۍ له امله ۲,۳۷۵ اغېزمنو شویو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۹:۳۰
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د IRC کمېټې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې کمېټې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په آبکمري ولسوالۍ کې د وچکالۍ له امله ۲۳۷۵ اغېزمنو شویو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې. 

په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته، ۸،۳۰۰ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره نولس میلیونه او اوه سوه او دوولس زره او پنځه سوه (۱۹،۷۱۲،۵۰۰) افغانۍ ځانګړې شوې وې. 

نېټه: ۱۴۴۷/۶/۲۷ هـ ق 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۳:۴۸
Background image

د کندهار ولایت په معروف ولسوالۍ کې د سېلابونو د مخنیوي په موخه د یو محافظوي دېوال د جوړولو چارې پیل شوې

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت د معروف ولسوالۍ په ګړنګ اډزو کلي کې د سېلابونو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو د مخنیوي په موخه د یو محافظوي دېوال د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۰:۱
Background image

په بغلان ولایت کې د یو خوړ د کېندلو له کارونو څخه څارنه وشوه

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست تخنیکي ټیم، د یاد ولایت د ډنډ غوري ولسوالۍ په خواجه الوان سیمه کې د ۱۰۰۰ متره په اوږدوالي، په لوړه کې د ۶ متره، په لاندې برخه کې د ۴ متره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۵:۶
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۱ اجباري راستنېدونکو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د HD افغان موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په ملاتړ، د تورخم د عمري. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .