د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۸ سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د NRC موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې, د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ, د یاد ولایت په دهراوود ولسوالۍاو مرکز ترینکوټ کې د وروستیو سېلابونو له امله ۵۸ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍکې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۱۰,۵۰۰ افغانۍ ووېشل شوې, چې ټولټال ۶۰۹,۰۰۰ افغانۍنغدي پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره خانګړې شوي وې.
نیټه: ۱۴۴۶/۰۹/۱۷
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره