د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۵۲ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست په لارښوونه, د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د تېرو سېلابونو له امله ۱۵۲ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې, له سروې وروسته د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو غنم او ۲۵ کیلو وریجې ووېشل شوې.
نېټه: ۱۴۴۶/۱۰/۲۸ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره