د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۵۱ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې ۱۵۱ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې یوه بورۍ ۵۰ کیلویي غنم، یوه تخته کمپله او درې عدده صابون ووېشل شول.
نېته: ۱۴۴۷/۲/۲۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره