د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په چوري ولسوالۍ کې د یو سیفون جوړولو د بنسټ ډبره کېښوده

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۰:۴۴
123

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت د چوري ولسوالۍ په کمیسان چینې سیمه کې د یو سیفون جوړولو د بنسټ ډبره کېښوده.

د دې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم قاري حضرت الله امدادالله، یو شمېر سیمه ییزو مسؤلینو، تخنیکي ټیم او د کلیو مشرانو ګډون وکړ.

دا پروژه به د یو میلیون (۱,۰۰۰,۰۰۰) افغانیو په لګښت بشپړه شي او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ له لوري تمویل کېږي او موخه یې کروندګرو ته د اوبو د لېږد په برخه کې د آسانتیا رامنځته کول او د وچکالۍ د خطرونو کمول دی.

د یاد ریاست رئیس وویل چې دا پروژه به ډېر ژر بشپړه شي او د خلکو بنسټیزې اړتیاوې به تر ډېره حده پوره کړي.

تاریخ: ۱۴۴۷/۷/۰۹ هـ ق

اداره ملی آمادگی مبارزه با حوادث

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۲:۴۹
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۴۱ زیانمنو او بېځایه شویو کورنیو ته نغدي، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ  ادارې او د (CWSA) مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه‌ لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یادې مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ، د دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۲:۸
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۸ زیانمنو کورنیو ته نغدي، خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP)، د ماشومانو د ملاتړ او SI مؤسسو په مالي ملاتړ، د سروبي ولسوالۍ ۸۸ هغو کورنیو ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۲۲
Background image

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۹ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په مرکز، خیرکوټ، اورګون او برمل ولسوالیو کې د وروستیو سېلابونو له امله ۷۹ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .