د احتمالي پیښو له زیانمن سوي کسانو سره د شمال او شمال ختیز زون ولایتونو ته د خوراکي موادو مرستې انتقالات
کابل - ۲۹ صفرالمظفر ۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د سرپرست په لارښوونه څو ټنه خوراکي مواد د احتمالي پیښو له زیانمن سوي کسانو سره د مرستې او همدردۍ لپاره د بلخ، جوزجان، سمنګان، فاریاب، سرپل، بغلان، کندز، تخار او بدخشان ولایتونو ته خوراکي مواد انتقال سوه.
یادونه باید وشي چې په دغه موادو کې غنم، اوړه، وریجې او غوړي شامل دي. دغه مواد په ولایتي ریاستونو کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې په ګودامونو کې ذخیره کیږې او د اړتیا په وخت کې به ترې استفاده کیږې.