دننګرهار ولایت حصارک ولسوالۍ کي سېلابونو خلکو ته مالي زيانونه اړولي

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۵ - ۱۳:۳۳
news image

یکشنبه د حصارک ولسوالۍ غوږیزې، آبزنګاني، میاه صاحب او یو شمېر نورو کلیو کې شديدو سېلابونو خلکو ته مالي زيانونه اړولي.
دننګرهار له پیښو سره دمبارزې امادګۍ ریاست دمعلوماتو له مخي شاوخوا ۴۰  کورونه، څه دپاسه ۴۰۰ جريبه زراعتي ځمکې او رسېدلي (شولې، جوار، لوبیا، روميان او نور) فصلونه یې تخريب کړي دي 
همدارنګه سربندونه، ويالې، استنادي دېوالونه او حيوانانو  خوارکې له منځه تللي. 
د ننګرهار ولایت له پیښو سره دمبارزې ریاست چتر لاندي  د سروې دري ټیمونه تشکیل شوي چي  هر ټیم کي د IOM, WFP  هم ګډون لري چي د
یادو زیانمنو شویو کورنیو سره به ډیر ژر بیړنۍ مرستي ترسره شي.
 نیټه: ۱۴۴۶/۳/۱۲ هــ ق
له پیښو سره دمبارزي اماده ګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳۶
Background image

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په سالنګ ولسوالۍ کې د مانده او سېلابي لارو د پاکولو پروژه بشپړه کړه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین په لارښوونه، د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د قدرتي پېښو د خطرونو کمولو او د عامه زیربناوو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د مرکز په بېلابېلو ناحیو کې د ۲۴ تشنابونو جوړولو د پروژې کار بشپړ کړ او ګټې اخیستنې ته یې وسپارل

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یونیسف سازمان په مالي ملاتړ، د کندهار ولایت د مرکز کندهار ښار په بېلابېلو ناحیو کې د هغو ۲۴ کورنیو لپاره، چې د وروستیو سېلابونو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۱:۵
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په ده‌سبز ولسوالۍ کې د دوو کاریزونو پاکولو له کار څخه څارنه وکړه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د ده‌سبز ولسوالۍ د کوټو او آبدرې په کلیو کې د دوو. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .