به کونړ ولایت کې 650 اړمنو کورنیو خوراکي مرستې ترلاسه کړې

کونړ- د کب 7مه-1401
د کونړ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د AHF موسسې سره په همږي, د یاد ولایت په غازي آباد ولسوالۍ کې 650 اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته د ټاکل شوي پلاوي په شتون کې خوراکي مرستې ووېشلې.
له دغو مرستو هرې کورنیو ته 150 کیلو اوړه, 12 لیټره غوړي, 13.5 کیلو دال او 2 کیلو مالګه ووېشل شول.
