بلخ ولایت ته پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د مرستیال سفر؛ ۵۵۰ زیانمن شویو کورنیو ته د خوراکي مرستو د وېش لړۍ یې پیل کړه
بلخ _ ۲۲ شوالالمکرم ۱۴۴۳ _ ۲ جوزا 1401
محترم مولوي شرف الدین مسلم پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال، بلخ ولایت ته په خپل سفر کې د یاد ولایت پېښو سره د مبارزې رییس او د دولتي ادارو غړو سره په ګډه په مزار شریف ښار کې ۵۵۰ زیانمن شویو او اړمنو کورنیو ته خوراکي توکې وویشل.
د یادونې وړ ده چې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال، د خلکو ننګونو او ستونزو د اورېدو او هغوۍ ته د رسېدنې په پار له زیانمن شویو سیمو څخه لیدنه وکړه او د خلکو د ستونزو د حل کولو لپاره یې د بلخ ولایت د پېښو سره مبارزې رییس ته لازمې سپارښتنې وکړې.