۵۷۳ زره او ۳۰۰ افغانۍ ۶۳ زیانمنو کورنیو ته په ننګرهار ولایت کې ووېشل شوې
ننګرهار- د وري ۲۰مه-۱۴۰۳
د کډوالۍ نړۍ وال سازمان د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت اړوند ۶۳ کورنیو ته چې د وروستیو طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته ۵۷۳ زره او ۳۰۰ افغانۍ ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۹۱۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.