کندز ولایت ته پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال سفر؛ په کندز ښار کې ۱۲۳۰ کورنیو خوراکي او غیر خوراکي توکي ترلاسه کړل

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۴ - ۹:۲۲
News

کندز- د وړي ۱۱مه- ۱۴۰۱
محترم مولوي شرف الدین مسلم پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال، د هیواد شمال ته په خپل سفر کې کندز ولایت ته ولاړ او د دولتي ادارو غړو، د یاد ولایت د پېښو سره مبارزې رییس او ورسره پلاوي په ګډون یې په کندز ښار کې ۱۲۳۰ زیانمن شویو او اړمنو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو د وېش لړۍ پیل کړه.
د دغو مرستو د وېش په پروګرام کې، د پېښو وزارت مرستیال د ا.ا.ا د مشرتابه د هیلو په څرګندولو سره د پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د ژمنې پر بنسټ وویل: موږ نن کندز ته راغلي یو ترڅو ستاسې ستونزې او ننګونې واورو او هغوۍ ته یوه مناسبه حل لاره پیدا کړو.
د پېښو وزارت مرستیال وویل چې دغو کورنیو له دقیقې سروې وروسته، خوراکي او غیر خوراکي مرستې چې اوړه، وچې شیدې، مُۍ، بسکیټ او مایع ګاز په کې شامل دي ترلاسه کړل.
محترم مولوي شرف الدین زیاته کړه چې دغه مرستې به د کندز ولایت سربېره په نورو ولایتونو کې هم زیانمن شویو او اړمنو کورنیو ته ووېشل شي.
د یادونې وړ ده چې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال د خلکو ستونزو اوریدو او هغوۍ ته د رسېدنې په پار بلخ، جوزجان، سرپل, فاریاب، سمنګان او کندز ولایتونو څخه لیدنه کړې او د خوراکي او غیر خوراکي توکو د وېش لړۍ یې هغوۍ ته پیل کړي ده.

News

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .