پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د مشرتابه غونډه ترسره شوه

rahyab
شنبه ۱۴۰۰/۹/۲۰ - ۹:۱۰
news

کابل – 20 قوس 1400 / 6 جمادی‌الاول 1443
دا غونډه چې نن له غرمې مخکې، د ښاغلي غلام غوث ناصري پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال او سرپرست په مشرۍ د نصیر احمد امین د یاد وزارت د مالي او اداري عمومي رییس، رییسانو، مشاورینو او آمرینو په ګډون ترسره شوه.
لومړۍ ښاغلي ناصري د پېښو په برخه کې د مرکزي او ولایتي کارکونکو د نه ستړې کیدونکي زیار او تلاشونو څخه د مننې ترڅنګ د مرسته کونکو هیوادونو سره پر لاډیرو کړنو او همغږیو ټینګار وکړ.
په دوام کې د مالي او اداري عمومي رییس، د پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د سرپرست د باور کولو څخه مننه وکړه او د ټاکل شویو موخو ترلاسه کولو لپاره د هر ډول زیار باسلو ژمنه وکړه او د هراړخیزې همکاري او همغږۍ هوډ یې وښود.
په پای کې د بېلابیلو څانګو رییسانو او آمرینو په خپل وار په خپلو څانګو کې د کړنو او شته ننګونو راپور وړاندې کړ.

News

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .