پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د مالي او اداري عمومي رییس د غور ولایت له والي سره وکتل

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۴ - ۱۱:۵۱
تصویر خبر

کابل- د وري ۱۳مه-۱۴۰۳
محترم الحاج مولوي عبدالرحمن زاهد، د وزارت مالي او اداري عمومي رییس او سرپرست له مولوي احمد شاه دین دوست د غور ولایت له والي سره د خپل کار په دفتر کې لیدنه او خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې د غور ولایت والي د طبیعي پېښو له امله په دې ولایت کې د خلکو پر ستونزو خبرې وکړې او د طبیعي او غیرطبیعي پېښو له امله زیانمنو ته د رسېدنې او په راتلونکې کال کې د پېښو احتمالي خطرونو مخنیوي لپاره د وقایوي پروژو عملي کولو په برخه کې یې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د پاملرنې غوښتنه وکړه.
ورته مهال محترم الحاج مولوي عبدالرحمن زاهد د وزارت مالي او اداري عمومي رییس او سرپرست ووېل: چې غور ولایت د طبیعي او غیرطبیعي پېښو پر وړاندې خورا زیانمن دی چې هر کال د دې ولایت خلکو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړې.
نوموړي د غور ولایت والي ته د پېښو له امله زیانمنو او وقایوي پروژو پلي کولو په برخه کې د همکاري ژمنه ورکړه.

news image

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .