په کونړ ولایت کې ۲۸ بېځایه شویو کورنیو غیر خوراکي توکې تر لاسه کړل
کونړ – سلواغې۶مه – ۱۳۹۹
د کونړ ولایت پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست د UNICEF موسسې سره په همکارۍ، ۲۸ بېځایه شویو کورنیو ته چې د جنګ او ناامنۍ له امله د مختلفو ولسوالیو څخه د نرنګ، سرکانو، او اسعدآباد سیمو ته راکډه شوې وې، وروسته له سروې هرې کورنۍ ته یو تخته ترپال، د ژمنۍ البسې یو کېټ او د اړتیا وړ نور غیرخوراکي توکې وویشل.