په کونړ ولایت کې د یو استنادي دیوال د جوړولو کار بشپړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت سرکاڼو ولسوالۍ په ټانګو سیمه کې د 4 میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۴۱ متره په اوږدوالي د یو استنادي دیوال د جوړولو کار له بشپړولو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپاره.
د کونړ ولایت مرستیال مولوي عبدالله حقاني په دې پروګرام کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له هڅو ستاینه وکړه او ویې وېل چې د افغانستان اسلامي امارت مسؤلین تل د خلکو ستونزو ته رسېدنې لپاره هڅې کوي او په راتلونکې کې به هم دغه ډول پروژې پلي کړي.
ورته مهال د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رییس قاري ثابت الله صدیقي ووېل چې، د دغه استنادي دیوال په جوړېدو سره ۶۰۰ کورنۍ د سېلابونو له ګواښ څخه خوندي پاتې شوې او د کونړ ولایت په نورو سیمو کې هم د دې ډول پروژو پلي کولو پلان شتون لري.
ورته مهال د سیمې د خلکو په وینا د بارانونو پر مهال به هغوی د سېلابونو له ګواښ سره مخ وو او د استنادي دیوال په جوړېدو سره اوس د آرامۍ احساس کوي.
نیټه: ۱۴۴۶/۷/۷
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره