له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست په تورخم کې ددې ادارې اړوند د کډوالو په پنډغالي کې دتیر ورځو په څیر د ۱۷ کاري کمېټو څخه راپور واخیست

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۹:۱۸
news image

نن ورځ دو شنبه د سهار په ۵:۳۰ بجې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي، د تورخم په پنډغالي کې چې د دې ادارې لخوا د جبري راستنېدونکو لپاره جوړ شوی، د یاد کمپ له ۱۷ کاري کمېټو سره غونډه وکړه او د هغوی دتیري ورځي کاري راپورونه  واورېدل.
ترابي صاحب, د هرې کمیټې له مسؤلینو څخه هغوی ته د سپارل شوو دندو په اړه پوښتنې وکړې، او په جلا جلا توګه یې د هغوی راپورونه واورېدل او زیاته یې کړه چې زه هڅه کوم چي په کمپ کي  ټولي اسانتیاوي برابري کړم.
همداراز، د ادارې سرپرست له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د کمیټو د مسؤلینو او د کارکوونکي کاري بهیر  ګړندي کولو ته وهڅول او هغوی ته یې اړینې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

نېټه: ۱۴۴۶/۱۰/۲۳ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۵۹
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ترمنځ د رضاکارو ټیمونو جوړولو په موخه تخنیکي غونډه ترسره وشوه

پرون سهار د چهارشنبې په ورځ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) تر منځ تخنیکي غونډه د یادې ادارې په انګړ کې ترسره شوه. د دې ناستې موخه د رضاکارو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۰:۵۰
Background image

د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۲ اجباري راستنېدونکو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د جوزجان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, په اجباري توګه ۶۲ راستنېدونکو او اړمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې, ۵۷ راستنېدونکو او ۵ اړمنو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۰:۶
Background image

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۲۵ اجباري راستنېدونکو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, د یاد ولایت مقام په لارښوونه او د کډوالو کمېسیون د پرېکړې پر بنسټ, دغه ولایت ته په اجباري توګه راستنېدونکو ۵۲۵ کورنیو ته له سروې وروسته. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .