په کونړ ولایت کې د لوېدو له خطر سره مخ لويه ډبره په خوندي ډول له منځه یووړل شوه
د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، هغه لويه ډبره چې د ښویېدو په حالت کې وه او د کونړ ولایت په ډانګام ولسوالۍ کې یې شاوخوا ۲۰ هستوګنیز کورونه له جدي خطر سره مخ کړي وو، په خوندي ډول وېجاړه کړه.
د یادونې وړ ده چې د دې ډبرې د ویجاړولو چارې د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست تر څارنې لاندې او دCWSA مؤسسې په مالي ملاتړ ترسره شوې.
د دې وقایوي اقدام په بشپړېدو سره یاد هستوګنیز کورونه د ډبرې د احتمالي لوېدو له خطره خوندي شول او د یوې ناوړه پېښې مخه ونیول شوه.
د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ولایت په کچه د طبیعي پېښو خطرونو د پېژندنې، ارزونې او کمولو په موخه د خپلو هڅو پر دوام ژمن دی.
نېټه:۱۴۴۷/۹/۰۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
