په پنجشیر ولایت کې د یو ښوونځي دېوال د تحکیم کاري چارې پیل شوې

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۰:۱۰
news image

د پنجشېر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ملسپه کلي د اوسېدونکو په همکارۍ د بي‌بي عایشه صدیقه ښوونځي د حفاظتي ګبیوني دېوال چې د اوبو د وروستۍ لوړېدو له امله زیانمن شوی و، د تحکیم کاري چارې پیل کړې. دا دیوال ۷۰ متره اوږدوالی او ۱ متره پلنوالی لري او د تېرو زیانونو له امله یې بېړني استحکام او بیا رغونې ته اړتیا درلوده.

د دې اقدام ترڅنګ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست هغو کسانو ته د خوراکي توکو مرستې هم وړاندې کوي چې د دې چارو په ترسره کولو کې یې همکاري کړې، څو د هغوی د ګډون قدرداني په عمل کې ترسره شي.

له پېښو سره د مبارزې ولایتي کمېسیون د تخنیکي پلاوي د راپور له مخې، د دې دیوال تحکیم کاري به د نورو ویجاړیو د مخنیوي سربېره، د یاد تعلیمي مرکز د ساتنې په برخه کې مهم رول ولوبوي.

نېټه:۱۴۴۷/۶/۱۷

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .